چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهد بالیوډ له نړۍ؛ د سیف علي خان اعتراف: کله چې کرینه...

د بالیوډ له نړۍ؛ د سیف علي خان اعتراف: کله چې کرینه کپور له نورو فلمي لوبغاړو سره کار کوي، زه د بخیلۍ احساس کوم

د بالیووډ ستوري او کرینه کپور خاوند سیف علي خان په یوې مرکې کې منلې چې د اړیکو په لومړیو ورځو کې یې یو ډول د بې‌باورۍ احساس درلود.

دغه نوموتي ستوري سیف علي خان منلې چې د خپلو اړیکو په پیل کې، کله به چې د هغه مېرمن کرینه کپور له نورو فلمي لوبغاړو سره کار کاوه، نو دې به د حسد او بې‌باورۍ احساس کاوه.

سیف علي خان په خپلې وروستۍ مرکې کې د خپل او کرینه کپور د اړیکو په اړه په خلاص زړه خبرې وکړې.

هغه وویل، چې د خپل وخت له سترې ستورې کرینه کپور سره مینه کول ورته بالکل نوی تجربه وه.

د پخوانیو اړیکو برعکس، کرینه کپور یوه ډېره بوخته فلمي ستورې وه چې پرله‌پسې به یې په فلمونو کې له نورو اداکارانو سره کار کاوه او د بریاوو او د خلکو د پاملرنې وړ وه.

سیف علي خان زیاته کړه چې په پیل کې د دې حالت درک کول ورته ډېر ګران وو او اعتراف یې وکړ چې د اړیکو په لومړیو ورځو کې به د حسد او عدم تحفظ ښکار کېده، ځکه کرینه به له نورو نارینه اداکارانو سره هم کار کاوه.

هغه دا هم وویل چې یو چا ورته مشوره ورکړې وه چې دا حالت دې داسې وګڼي لکه دی چې له یو «هیرو» سره اړیکه لري.

ښاغلي خان وویل، چې دا خبره یې په ذهن کې پاتې شوې وه، ځکه ده به لیدل چې د هغه سیالان د کرینه ملګري ګرځي او دی به حیران و چې دا هر څه څنګه امکان لري.

د مرکې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې سیف علي خان ومنله چې هغه وخت دا ټول حالات ورته ډېر مغشوشوونکي وو او د داسې احساساتو د سمبالولو لپاره یې پختګي، باور او وخت ته اړتیا درلوده، او دا ځانګړتیاوې یوازې د رښتینې ژمنتیا له لارې پیدا کیږي.

د یادونې وړ ده چې کرینه کپور او سیف علي خان په ۲۰۱۲ کال کې واده کړی او دوه زامن لري چې تیمور او جهانګیر، نومیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here