چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د ایکو سازمان له غړو د اوبو او برېښنا په...

د طالبانو حکومت؛د ایکو سازمان له غړو د اوبو او برېښنا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس جان محمد حمزه د ایکو سازمان په انلاین غونډه کې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا په برخه کې همکاري زیاته کړي.

حمزه ویلي، افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ پراخ ظرفیتونه لري او د سیمې د انرژۍ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ګډو پروژو، پانګونې او سیمه‌ییزې همغږۍ له لارې افغانستان کولای شي د برېښنا تولید او حتی صادراتو ته زمینه برابره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here