د اسټرالیا پولیسو ویلي چې د سډني د بونډي ساحل د خونړي ډزو په پېښه کې پر ټپي او نیول شوي بریدګر د ترهګرۍ په ګډون شاوخوا ۵۰ تورونه لګېدلي دي.
ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې بریدګر پاکستانی دی؛ خو تر اوسه اسټرالیايي چارواکو د هغه تابعیت په رسمي ډول نه دی تائید کړی.
بلخوا د فلپین د پوځ ویاند ویلي، فلپین ته د بریدګرو د سفر پر مهال د ترهګریزې روزنې هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی او دا یې رد کړه چې ګوندې فلپین د داعش روزنیز مرکز دی.
د یادونې ده چې په دې برید کې ۱۵ تنه یهودیان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي او دواړه بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

