د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه، د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه په کابل کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د پرانیستې مراسمو کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، د قرغیزستان د اقتصاد او تجارت وزیر بکیت صدیکوف او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ګڼ شمېر فعالان حضور درلود.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د همکاریو د پیاوړتیا، د تبادلې د پراختیا، د پانګونې د هڅونې او د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

