د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې (PAJCCI) ویلي، د تګراتګ لارو بندېدو د پاکستان سوداګرۍ ته تر دې دمه له ۴٫۵ میلیارد ډالرو زیات تاوان اړولی دی.
د پاکستاني رسنیو په وینا، د کرنې او ودانیزو توکو ورځني صادرات د ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې رسېدل.
یاده خونه خبرداری ورکوي چې که ستونزه حل نه شي، د نارنجو او کچالو موسمي صادرات به د ډسمبر او مارچ ترمنځ نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور زیان وویني.

