د مراکش د اتلانتیک ساحل په صافي ولایت کې سختو سېلابونو درنه مرګژوبله اړولې ده.
د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور لا هم لادرکه دي؛ خو د ژغورنې هڅې دوام لري.
د بېړني وضعیت له امله په یاده سیمه کې ښوونځي د درې ورځو لپاره تړل شوي او ګڼ کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.
راپورونه وایي، دا بارانونه وروسته له هغې وورېدل چې مراکش له څو کلنې سختې وچکالۍ سره مخ و.

