د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي، هند ته په خپل لومړي رسمي سفر ورسېد.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وایي، دا سفر د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره د هند د دوامدار ملاتړ څرګندونه کوي او تمه ده چې دواړه لوري پر روغتیايي همکاریو، د درملو رسولو او تخنیکي مرستو مهمې خبرې وکړي.
دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان له پاکستان څخه د درملو واردات په بشپړ ډول درولي دي؛ هغه اقدام چې د درملو د بدیلو بازارونو او نوو سیمهییزو همکاریو اړتیا یې لا پیاوړې کړې ده.
شنونکي وایي، د هند سره د روغتیايي اړیکو پراخېدل کولی شي د افغانستان د درملو د کمښت ستونزه راکمه او د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا مثبت اغېز ولري.

