د خیبر پښتونخوا ایالتي مجلس له پاکستاني حکومت غوښتنه کړې چې افغانستان ته د زدهکوونکو د خوندي بیرته ستنولو لپاره عاجل ګامونه واخلي.
راپورونه وایي، زدهکوونکي د تړل شویو سرحدي دروازو له امله د تګ راتګ او د زدهکړو په برخه کې ستونزو سره مخ دي.
مجلس د یوې پرېکړې له لارې هم غوښتنه کړې چې په سرحدي دروازو کې د زدهکوونکو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شي او روغتیايي خدمات برابر شي ترڅو د دوی بیرته ستنیدل په منظمه توګه ترسره شي.
په ورته وخت کې د افغانستان تړلي سرحدي دروازې د مسافرو او سوداګرو لپاره هم جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

