د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې له کونړ سیند د ګمبیري دښتې لاندې برخې څخه د ننګرهار درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو د لېږد وړاندیز تایید شو.
دا وړاندیز اوس د اقتصادي کمېسیون د وروستۍ پرېکړې لپاره وړاندې شوی دی.
په غونډه کې د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې (۲۵ کیلومتره) پروژې په اړه هم بحث شوی او ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې څو د پروژې هراړخیزه څېړنه ترسره کړي او راپور یې د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د دې اوبو لېږد پروژه په عملي کېدو سره به د ننګرهار ګڼ شمېر کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه حل کړي او کروندګرو ته به د پایدارو اوبو سرچینې برابرې کړي.

