د لشکر طیبه ډلې لوړپوړي مشر شیخ یعقوب د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که اسلاماباد ته دا رسمي تضمین ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد هېڅ فعالیت نه کېږي؛ نو دغه ډله به د پاکستان د پوځ تر څنګ ودرېږي.
نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې په ټینګار ویلي، چې د طالبانو حکومت باید حتا د «یوې مرمۍ» د نه ویشتلو ژمنه وکړي.
هغه ویلي، د دې تضمین په صورت کې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې بېرته لوړې کچې ته رسېدای شي؛ خو که دا غوښتنه ونه منل شي؛ نو د پاکستان ولس او علما به د پوځ ملاتړ وکړي.
شیخ یعقوب د طالبانو حکومت ته نږدې د ځینو دیني عالمانو فتوا مثبته بللې؛ خو ټینګار یې کړی چې دا دریځ باید په عملي او رسمي ډول ثابت شي.

