اروپایي اتحادیې د نړیوال مالي کارپوریشن (IFC) سره د ۵ میلیونه یورو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د افغانستان د خصوصي سکتور د ثبات پروګرام پلی شي.
دغه ۴۲ میاشتنی پروګرام د وړو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د مالي خدماتو پراختیا او د خصوصي پانګې هڅونې له لارې د اقتصاد ثبات او د کار فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړی شوی دی.
د پروګرام تمرکز به د ښځو، ځوانانو، راستنو شویو کډوالو او داخلي بېځایه شوو پر اقتصادي ګډون وي.
اروپایي اتحادیه وایي، دا نوښت د افغان ولس لپاره له بشري مرستو تر دوامدار اقتصادي ملاتړ پورې د اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه ده، او IFC ټینګار کوي چې د خصوصي سکتور پیاوړتیا د کار موندنې او د خلکو د معیشت ساتنې لپاره تر ټولو عملي لار ده.

