د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بانک آف پاکستان) له اسنادو سره سم، د اوسني وفاقي حکومت د واکمنۍ په لومړیو ۲۰ میاشتو کې د دغه هېواد په پورونو کې د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۴ کال له مارچ څخه تر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پورې د فدرالي حکومت ټول پورونه ۱۲ زره او ۱۶۹ میلیارد روپۍ زیات شوي دي.
په دې موده کې د حکومت کورني (مقامي) پورونه ۱۱ زره او ۳۰۰ میلیارد روپۍ او بهرني پورونه ۸۶۹ میلیارد روپۍ لوړ شوي دي.
د اسنادو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې د وفاقي حکومت ټول پورونه ۷۶ زره او ۹۷۹ میلیارد روپیو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا شمېره د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې ۶۴ زره او ۸۱۰ میلیارد روپۍ وه.
سټېټ بانک وایي، د پاکستان د مرکزي حکومت کورني پورونه چې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې ۴۲ زره او ۶۷۵ میلیارد روپۍ وو، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې ۵۳ زره او ۹۷۵ میلیارد روپیو ته لوړ شوي دي.
همداراز، د فدرالي حکومت بهرني پورونه چې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې ۲۲ زره او ۱۳۴ میلیارد روپۍ وو، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې له ۲۳ زره میلیارد روپیو څخه هم واوښتل.
اقتصادي شنونکي وایي چې د پورونو دا چټک زیاتوالی به د پاکستان پر اقتصاد، بودجې او راتلونکو مالي پرېکړو ژور اغېز ولري او امکان شته دغه هیواد د یو بهراني رکود سره مخ شي.

