د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رئیس محمدرضا بهرامي ویلي، چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ناسته کې د طالبانو حکومت د استازو نهګډون د ایران او افغانستان پر دوهاړخیزو اړیکو او روانو همکاریو منفي اغېز نه لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې تهران د افغانستان سیاسي او اقتصادي ادغام د سیمې په چوکاټونو کې مهم بولي او د دې هېواد ثبات د سیمهییزو هېوادونو د ګډې همکارۍ له لارې ممکن ګڼي.
د هغه په وینا، د افغانستان حضور په دې ډول ناستو کې کولی شي د سیمې له سیاسي او اقتصادي بهیرونو سره د دې هېواد د یوځای کېدو بهیر ګړندی کړي.
بهرامي زیاته کړې، که څه هم ایران د افغانستان د استازي ګډون ګټور باله، خو د طالبانو حکومت پرېکړې ته یې درناوی کړی دی.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته د روسیې په ګډون، وړمه ورځ تهران کې ترسره شوه.

