د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ د میرعلي په «ایپي» سیمه کې د نجونو لپاره یو دولتي لومړنی ښوونیز مرکز د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله بشپړ ویجاړ شوی دی.
ځایي سرچینو ویلي، چې ناپېژاندو کسانو په ښوونځي کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې له امله یې ودانۍ په بشپړه توګه راونړېده.
تر اوسه د پېښې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
امنیتي ادارو د پېښې پلټنې پیل کړې دي، خو تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

