د کولمبیا په شمال کې د ښوونځي زدهکوونکو یو بس د سړک څخه وتلو او چپه کېدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي.
د رویټرز د راپور له مخې، یاد بس د زدهکوونکو له یو تفریحي سفر څخه د کور پر لور په لاره و.
د آنتیوکیا والي ویلي چې پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې زدهکوونکو د ښوونځي د فراغت مراسم ولمانځل.

