د طالبانو حکومت د چارو ادارې رئیس نورالحق انور ویلي، چې د کابینې او د ریاست الوزرا په غوښتنه د نفت او ګازو لپاره یوه نوې خپلواکه اداره جوړې شوې ده.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې ادارې د جوړېدو وروسته اداري کمېسیون ته لارښوونه شوې، څو له وزارتونو او نورو ادارو څخه هغه اته څانګې چې تر دې دمه په غیر منسجم ډول د نفت او ګازو اړوند فعالیتونه ترسره کول، په نوې خپلواکه اداره کې یوځای او منظم کړي.
د راپور له مخې، تمه کېږي چې د نوې ادارې جوړښت به د نفت او ګازو په سکتور کې د تصمیمنیونې بهیر شفاف او د فعالیتونو همغږي اسانه کړي، چې په نتیجه کې به د دې برخې د پراختیا او پانګونې فرصتونه زیات شي.

