افغانستان کې د پوهنې د برخې فعال مطیعالله ویسا د ۲۰۲۵ کال د «فساد ضد او غوره ځوان نوښتګر» جایزه تر لاسه کړه.
دا جایزه د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، له لوري هغو شخصیتونو ته ورکول کېږي چې د فساد پر وړاندې یې عملي او اغېزمن اقدامات کړي وي.
د راپورونو له مخې، ویسا د افغانستان په تعلیمي نظام کې د خیالي ښوونځیو او خیالي ښوونکو پر ضد د اوږدې مودې مبارزې له امله ونازول شو.
یاده نړیواله جایزه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د نوښت، زړورتیا او ټولنیز مسوولیت له لارې د فساد پر وړاندې درېږي او مثبت بدلون رامنځته کوي.

