له کندهار څخه یو شمېر امنیتي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت د رېګستان ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې یوه بېپیلوټه الوتکه لوېدلې ده.
د سرچینو په وینا، پېښه په داسې ځای کې رامنځته شوې چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.
سرچینو د یادې الوتکې د نوعیت او د هغې د مالکیت په اړه جزیات نه دي ورکړي؛ خو ټینګار یې کړی چې د پېښې د څرنګوالي او علت معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

