د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له خلکو غوښتي چې د خپلو اولادونو د زدهکړو مخه ونه نیسي او د هغوی ملاتړ وکړي.
نوموړي د کندهار په زیړۍ ولسوالۍ کې د یوه پوځي روزنیز مرکز د فراغت په مراسمو کې پر عصري او ديني زدهکړو ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او پر ښځو او نجونو یې د زدهکړو سخت محدودیتونه لګولي دي.

