پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانهه‌نګاو:ایران د یوه افغان په ګډون څلور بندیان اعدام کړي

هه‌نګاو:ایران د یوه افغان په ګډون څلور بندیان اعدام کړي

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» ویلي چې ایران په خپلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي.

د یاد بنسټ په وینا، افغان وګړی د نشه‌يي توکو په تور نیول شوی و او د ایران قضايي ارګانونو هغه د اعدام په سزا محکوم کړی و.

تر اوسه د دغه افغان د هویت او د عادلانه قضايي بهیر په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

هه‌نګاو زیاتوي چې دا اعدام د چهارشنبې په سهار شوی او تر دې دمه نه د ایران چارواکو او نه هم د طالبانو حکومت رسمي غبرګون ښودلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here