د طالبانو حکومت د چارو ادارې مشر نورالحق انور ویلي چې د دوی له واک ته رسېدو وروسته د بیتالمال او ملي شتمنیو بهر ته لېږد درول شوي او ټول عادي او انکشافي لګښتونه له داخلي عوایدو تمویلېږي.
نوموړي ویلي، له ملي شتمنیو د غصب مخه نیول شوې او ځینې غصب شوې شتمنۍ بېرته استرداد شوې دي.
هغه دغه راز ویلي، چې د بېځایه لګښتونو د کمولو او د اړمنو کسانو د ملاتړ برخه کې یې هم د پام وړ کارونه ترسره کړي دي..

