سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeکورپاڼهامریکايي ځانګړو ځواکونو؛د چین نه ایران ته تلونکې الوتکه پلټلې، او یوشمیر...

امریکايي ځانګړو ځواکونو؛د چین نه ایران ته تلونکې الوتکه پلټلې، او یوشمیر دفاعي تجهیزات یې نیولي

امریکايي ځانګړو ځواکونو تېره میاشت د هند سمندر کې پر یوې داسې الوتکې چاپه ووهله چې له چین څخه ایران ته روانه وه، او دفاعي تجهیزات یې ترې ونیوه.

د امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، په نیول شوي دفاعي تجهیزاتو کې د ایران د دودیزو وسلو پرزې شاملې وې.

راپور زیاتوي چې دا دفاعي سامان هماغلته له منځه یووړل شو.

د راپور له مخې، دغه الوتکه سریلانکا ته نږدې په سمندر کې ودرول شوه، تلاشي واخیستل شوه او وروسته ورته د تګ اجازه ورکړل شوه.

امریکايي چارواکي وايي چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

د نیول شوي سامان د ډول او اندازې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here