د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکمنستان «د سولې او باور نړیوال فورم» کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت باید وهڅول شي څو د پاکستان د امنیت له اړخه موجودې اندېښنې کمې کړي او په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
شریف تر دې مخکې د یاد فورم د غونډې پر مهال په خپله وینا کې هم ادعا کړې وه چې پاکستان ته له افغانستانه امنیتي ګواښونه متوجه دي او اسلامآباد د دې وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري.
د طالبانو حکومت د شهباز شریف تازه څرګندونو ته تراوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

