سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستانکندهار؛نامالومو کسانو سپین بولدک کې یو ملا امام وژلی دی

کندهار؛نامالومو کسانو سپین بولدک کې یو ملا امام وژلی دی

د کندهار د سپین بولدک په شهید بازار سیمه کې د سورګل جامع جومات امام مولوي عزیزالله تېره شپه د نامعلومو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

برید هغه مهال رامنځته شوی چې مولوي عزیزالله د ماښام له لمانځه وروسته کور ته روان و.

طالب امنیتي چارواکي د پېښې پخلی کوي او زیاتوي چې په دې تور یې له یوشمیر کسانو پوښتنې ګرویږنې پیل کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here