سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستانشهباز شریف:له افغانستانه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی، نړۍ دې پر طالبانو...

شهباز شریف:له افغانستانه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی، نړۍ دې پر طالبانو فشار زیات کړي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی او نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار زیات کړي تر څو خپلې امنیتي او نړیوالې ژمنې عملي کړي.

شهباز شریف دا څرګندونې د لېندۍ په ۲۱مه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د سولې نړیوال کنفرانس ته په وینا کې کړې.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ ثبات ګډو هڅو ته اړتیا لري او د افغانستان روان وضعیت د ټولو لپاره د اندېښنې وړ دی.

د عشق‌اباد په دې ناسته کې د روسیې، ترکیې، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، قزاقستان او قرغزستان په ګډون د ګڼو هېوادونو مشران ګډون کړی وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here