د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې «اسلامي امارت» د بهر مېشتو دوهتابعیته افغانانو لپاره د افغانستان ویزه اخیستل لازمي کړي دي.
د وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، حکومت هېڅ نوې پرېکړه نه ده کړې او دا ډول خبرونه د حقیقت سره اړخ نه لګوي.
تکل وایي، هغه افغانان چې غواړي د بهرني پاسپورت په وسیله افغانستان ته سفر وکړي، د خپل افغاني هویت په ثابتولو سره د ویزې اخیستلو اړ نه دي او کولای شي د معمول په څېر له ویزې پرته هېواد ته ستانه شي.

