پنجشنبه, مارچ 5, 2026
Homeکورپاڼهسهیل افریدی:پاکستان کې عدالتي آزادۍ او ولسوالۍ ته باید بیا کتنه وشي

سهیل افریدی:پاکستان کې عدالتي آزادۍ او ولسوالۍ ته باید بیا کتنه وشي

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل آفريدی وايي، چې پخواني استخباراتي چارواکي فیض حمید ته د سياسي فعالیتونو، د رسمي اسرارو د قانون د ماتولو او واک څخه د ناوړه استعمال په تور ۱۴ کلنه سزا ورکړل شوې، خو دا یې د پاکستان حکومت داخلي موضوع بللې.

سهیل آفريدي، چې اډیاله زندان کې د پې ټي آی له بنسټګر عمران خان سره لیدلي، وایي عمران خان د هېواد او ادارو د پیاوړتیا خبره کوي او که حکومت غواړي، مذاکرات دې د محمود اچکزي او راجه ناصر عباس له لارې پر مخ یوسي.

هغه زیاته کړه، چې عمران خان او کورنۍ یې ناحقه د پاکستاني پوځ له لورې بنديان دي.

افریدي نیوکه کړې، چې حکومت د محکمو پریکړو ته درناوی نه کوي او ټینګار یې وکړ چې پاکستان کې عدالتي ازادي او ولسواکۍ ته باید بیاکتنه وشي

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here