د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، د تېر یو کال په ترڅ کې یې له هېواد څخه د ناقانونه مېشتو کډوالو د ایستلو چټک بهیر پیل کړی او یوازې په وروستي مالي کال کې شاوخوا ۶۰۰ زره کسان جبراً ایستل شوي دي.
د وزارت د تازه معلوماتو له مخې، نږدې ۱.۹ میلیونه نور کسانو په خپله خوښه امریکا پرېښې ده، چې د دواړو کټګوریو مجموعي شمېر له ۲.۵ میلیونو کسانو اوښتی دی.
وزارت وایي، د ایستلو دا پروسه به لا نوره هم ګړندۍ کړي او اړوندې ادارې یې توان لوړوي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې له ډونالډ ټرمپ د بیاځلي واک ته رسېدو وروسته، د هغه اداره د کډوالۍ پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او د سرحدي کنټرول، نیونو او ایستلو په چارو کې یې سخته تګلاره پلې کړې ده.

