په شمالي وزیرستان کې تېر ماښام یو ښوونځی د نامعلومه وسلهوالو له لوري الوزول شوی.
سیمهیزو سرچینو ویلي، چې د میرعلي تحصیل د خوشحالي کلي د ایازکوټ دولتي لومړنی ښوونځی د ځواکمنې چاودنې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د ودانۍ لویې برخې یې کنډوالې شوې دي.
دغه ښوونځي له ۶۰۰ ډېر زدهکوونکي لرل، خو د ودانۍ له ړنګېدو سره د دوی زدهکړې په بشپړه توګه ځنډېدلې دي.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

