چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانایران؛په سیستان او بلوچستان کې ټرافیکي پېښې ۵ افغان کډوال وژلي او...

ایران؛په سیستان او بلوچستان کې ټرافیکي پېښې ۵ افغان کډوال وژلي او ۷ نور ټپیان دي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان–خاش لویه لاره کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه افغان کډوال وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د پولیسو مشر سردار احمد کرمي‌اسد رسنیو ته ویلي چې پېښه د موټر چلونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

چارواکي زیاتوي، پېښه هغه مهال شوې چې د افغان کډوالو یو ډک موټر د تیز سرعت او د سړک د نامناسب وضعیت له امله له لارې اوښتی او چپه شوی دی.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here