په کابل پوهنتون کې د یوې غونډې پرمهال دیني عالمانو پر افغان خاوره د بریدونو په ځواب کې جګړه فرض عین بللې ده.
دوی په یو ګډ پرېکړه لیک کې ویلي، چې د افغان خاورې او ارزښتونو څخه دفاع مقدس جهاد دی.
بلخوا عامو خلکو د علماو ددې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ په هغه برخه نیوکه کړې، چې پاکستان کې یې جګړه حرامه بللې.

ځکه د دوی په باور نه ښايي، چې مونږ په نورو کړکېچونو کې خپلې دیني فتواوې دخیل کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د بریدونو وروسته ګڼ شمېر هېوادوالو د د دغه هېواد یادې کړنې وغندلې او پر وړاندې یې د یو موټي کېدو غوښتنه کړې.

