وروسته له هغه چې برلین د ۱۲۳ افغانو محلي همکارانو او د هغوی د کورنیو د منلو پرېکړه لغوه کړه، په اسلاماباد کې جرمني ته په تمه مېشت لسګونه افغانان له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
هغوی ته خبر ورکړل شوی چې د ډسمبر تر نهمې پورې باید هوټلونه پرېږدي.
د جرمني ARD ټلوېزیون د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د بیا ارزونو وروسته حکومت ویلي، د دې کسانو لپاره د ویزو روښانه دلیل نه شته.
دا پرېکړه د هغو کسانو له نیمایي ډېره برخه نیسي چې جرمني ورسره د منلو ژمنه کړې وه.
افغان محلي همکاران وايي، له دوی سره هیڅ دلیل نه دی شریک شوی، او په پاکستان کې یې لګښتونه د GIZ له لارې ورکول کېدل.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت منلې چې ارزونې لا بشپړې نه دي او ښايي نورې ژمنې هم لغوه شي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې شاوخوا ۲۰۰۰ ژمن کړل شوي افغانان باید ژر تر ژره جرمني ته انتقال شي.

