د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د حقونو ساتنه هغه وخت ممکنه ده چې د نړۍ خلک د بېعدالتیو او سرغړونو پر وړاندې ګډ غږ او یو واحد دریځ ولري.
ګوټرېش په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې دا حالت د انسانانو د کړاوونو او اساسي حقونو ته د نهپاملرنې څرګنده نښه ده.
نوموړي ټینګار کړی چې بشري حقونه نهبېلېدونکي او د هر انسان طبیعي حق دی.

