چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو امنیت شورا؛درې میاشتنۍ ناسته کې نن د افغانستان وضعیت...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛درې میاشتنۍ ناسته کې نن د افغانستان وضعیت څېړل کېږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه خپله درې میاشتنی ناسته نن (چهارشنبه) ترسره کوي.

په دې غونډه کې د سازمان لوړپوړي چارواکي او د یوناما سرپرست، جورجیوټ ګانیون، ګډون لري.

د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت به د بحث یو اساسي محور وي.

ویل کېږي چې ګډونوال به د ښځو او نجونو پر حقونو، د مدني آزادۍ محدودیتونو او د بشري وضعیت پر وروستیو تحولاتو هم خبرې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here