د امریکا د کنټاکي ایالت پولیسو ویلي چې د یوه دولتي پوهنتون د لیلیې مخې ته په ډزو کې یو زدهکړیال وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.
چارواکي وايي، پېښه له نیول شوي کس سره تړاو لري، خو هغه د پوهنتون زدهکړیال نه دی.
پولیسو د پېښې نور جزئیات نه دي څرګند کړي، خو د نیویارک ټایمز د راپور له مخې دواړه قربانیان د پوهنتون زدهکوونکي وو.

