د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، اعلان کړی چې که امریکا او اروپایي متحدین د ټاکنو امنیت تضمین کړي، هېواد به د ۶۰ تر ۹۰ ورځو په موده کې عمومي ټاکنې ترسره کړي.
د اوکراین قوانین د جګړې پر مهال ټاکنې نهمنلې خو د زلنسکي د دورې تر پای ته رسېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کییف فشار زیات کړی چې ټاکنې ترسره کړي.
زلنسکي ویلي، له پارلمان به وغواړي چې داسې قانون جوړ کړي چې د جګړې پر مهال د ټاکنو اجازه ورکړي
خو د هېواد په ۲۰ سلنه خاوره کې د روسیې د اشغال، د یو میلیوني پوځیانو په جبهه کې بوختیا او د میلیونونو خلکو بېکوره کېدو له امله، د جګړې پر مهال ټاکنې لا هم د بحث وړ موضوع ده.
بل خوا زلنسکي د امریکا د ۲۸ مادو د سولې وړاندیز ۲۰ مادو ته راکم کړی او وايي چې “ضد اوکرایني بندیزونه” یې لرې کړي دي.
له بلې خوا، ټرمپ ادعا کوي چې اروپایي هېوادونه او زلنسکي د سولې د مخنیوي لامل دي او د روسیې «لاسبرۍ» ته اشاره کوي.

