د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني ویلي، چې د افغان طالبانو له لوري د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» ملاتړ کېدای شي اسلاماباد دې ته اړ کړي چې د طالبانو حکومت د دوی له قوله «فتنة الخوارج» په کټګورۍ کې شامل اعلان کړي.
دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې هیله ده د طالبانو حکومت د “ځانوژونکي مسیر” له دوام څخه ډډه وکړي، ځکه دا به د دواړو هېوادونو اړیکې له جدي کړکېچ سره مخ کړي.
بل خوا د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» له ملاتړ ډډه کوي او وایي چې پاکستان د افغانستان پر ضد مضرې ډلې تقویه کوي او په دې خاوره نا امني پرې جوړوي.

