د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکارۍ د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
توکوموف د دوهاړخیزې سوداګرۍ، اورګاډي پټلۍ او د پولو امنیت د پیاوړتیا ملاتړ څرګند کړیږ.
سراج الدین حقاني د قزاقستان له همکارۍ مننه کړې.
دواړو لورو په سیمهییزې همکارۍ، اقتصادي پروژو او امنیتي چارو کې د همغږۍ پر اهمیت هم تأکید کړی دی.

