د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وایي، د پاکستان لهخوا د لارو تړل کېدو تر ټولو ستر زیان د همدې هېواد پر وړو او منځنیو کاروبارونو او د هغوی صادراتو ته رسېږي.
د ده په وینا، افغانستان د تولیداتو پر لور د ورګرځېدو له امله د پام وړ تاوان نه ویني.
هغه ویلي چې د افغانستان زیان بیا په مراتبو کم دی، ځکه د وارداتو پرځای ټولو تولید ته مخه کړه او د ستونزو مخه یې ډب کړه.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د طبیعي سرچینو، لوی نفوس او امنیت له وجې اسیا پر اروپا بدلېدونکې ده.
بل لورته پاکستاني سوداګر شکایت کوي چې د لارو بندېدو له امله نه یوازې د افغانستان بازار له لاسه وتلی، بلکې منځنۍ اسیا ته د صادراتو لارې هم ټکنۍ شوي.

