په سوډان کې یوه ښوونځي او روغتون باندې د وسله والو خونړي برید کې ۱۱۴ کسان، چې ۶۳ یې ماشومان دي، وژل شوي دي.
د نړۍ د روغتیا د سازمان مشر ټېډروس اډانوم دا برید بېرحمانه عمل بللی.
حکومتي چارواکو ددغه برید عاملین د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) یاد کړي دي.
د یادونې ده چې سوډان له ۲۰۲۳ راهیسې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ له سختو جګړو سره مخ دی، او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر دې دمه شاوخوا ۱۳ زره کسان پکې وژل شوي دي.

