د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې پولیسو ویلي چې د یکشنبې په ورځ په ګلشنِ اقبال سیمه کې په یوه اپارتمان کې د یوې کورنۍ د درې ښځو جسدونه موندل شوي دي.
پولیسو څرګنده کړې چې مړې شوې مېرمنې د یوې کورنۍ مور، لور او اینګور دي
د دغې پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.
چارواکي وايي پېښه یې تر پلټنو لاندې نیولې او د مړینې ډول، وخت او احتمالي عوامل به د جنايي څېړنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

