د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر د طالبانو حکومت د استازو، د غړو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ګډون د دوحې د بهیر په لړ کې ناسته ترسره کړې ده.
دا ناسته د نشهیي توکو د قاچاق، د پیسو د سپینولو، د ترهګرۍ د مالي سرچینو او نورو پولېاوښتونکو جرمونو پر ضد د ګډې مبارزې پر لاروچارو ورټوله وه.
ملګرو ملتونو ویلي، دا همغږي د دې لپاره ده چې سیمهییزه همکاري پیاوړې شي او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ګډ امنیتي ګواښونه مهار شي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.

