د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه ۵۸۱ کورنۍ چې ۳۱۳۴ تنه کېږي په اجباري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کمېسیون د راپور له مخې، راستنو شویو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او مخابراتي اسانتیاوو لازم خدمات وړاندې شوي دي.
تر ټولو ډېر راستنېدونکي مهاجرین د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي، چې شمېر یې ۳۹۱ کورنیو او ۲۱۸۳ تنو ته رسېږي.
له دې وروسته د ننګرهار تورخم له لارې ۵۵۱ تنه، د نیمروز ورېښمو لارې ۲۳۴ تنه، د هلمند بهرامچه ۱۰۹ تنه او د هرات اسلامکلا له لارې هم سلګونه کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې ورځ ۶۶۰ کورنۍ چې ۳۲۱۸ تنه کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او سلګونو کورنیو ته نغدي مالي مرستې هم ورکړل شوې دي.
د مهاجرینو عالي کمېسیون ټینګار کوي، چې د راستنېدونکو افغانانو د اساسي اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی او د هغوی د منظم ځای پر ځای کېدو لپاره به خپلې هڅې لا پسې پراخې کړي.

