د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړي دي.
ښاغلي مجاهد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د «اسلامي امارت» ځواکونه هم غبرګون ته اړ شوي دي.
د دغې نښتو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

