د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې هغه واورین پړانګ چې په تېرو ورځو کې یې د کلیوالو پر څارویو درې پرلهپسې بریدونه کړي وو او ۴۱ پسونه او وزې یې داړلې وې، د بدخشان دپاره د طالبانو حکومت د کرنې ریاست، د واخان ملي پارک د کارکوونکو او ځایي خلکو په همغږۍ بېرته خوشې شو.
د بدخشان د کرنې چارواکو د واورینو پړانګانو د بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او امنیتي پوستو ته یې سپارښتنه کړې چې د ناقانونه ښکار مخه ونیسي.
د سیمې اوسېدونکي دا ډول پېښې د خپلو مالونو او ژوند لپاره جدي ګواښ بولي.

