سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستانولادیمیر پوتین:افغانستان ځانګړې ستونزې لري؛ خو طالبان دا ستونزې حلوي

ولادیمیر پوتین:افغانستان ځانګړې ستونزې لري؛ خو طالبان دا ستونزې حلوي

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د هند له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هم خپلې ځانګړې ستونزې لري، ځکه دغه هېواد څو لسیزې د کورنیو جګړو شاهد پاتې شوی دی.

ده دا وضعیت «وېرونکی» بللی؛ خو ټینګار یې کړی چې طالبان اوس په افغانستان کې د چارو کنټرول په لاس کې لري او د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات کوي.

پوتین دا څرګندونې د هند له سفر مخکې په مسکو کې د اینډیا ټوډي له خبریالانو سره کړي دي.

هغه په ډهلي کې د نریندرا مودي له تود هرکلي سره مخ شو، که څه هم واشنګټن پر هند فشار راوړی چې له مسکو سره اړیکې راکمې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here