سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستاند آریانا افغان هوايي شرکت:د مال‌وړونکي چارټر الوتکې تړون وروستي پړاو ته...

د آریانا افغان هوايي شرکت:د مال‌وړونکي چارټر الوتکې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د یو چارټر کارګو الوتکې د رانیولو او کارولو قرارداد بشپړ شوی او تمه ده چې دا الوتکه په نږدې راتلونکي کې هېواد ته ورسېږي.

د دغه شرکت رییس، بخت‌الرحمن شرافت، وایي چې د نوې کارګو الوتکې په راتګ سره به د کورنیو سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو د لېږد بهیر چټک، اسانه او لا معیاري شي.

ده زیاته کړې چې دا الوتکه به د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره نوې ځانګړې لارې او فرصتونه رامنځ ته کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here