د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یو شمېر دولتي چارواکو سره یو ځای د عبدالله عبدالله کور ته ورغلی، څو د هغه د خور د مړینې په مناسبت د تسلیت او غمشریکۍ څرګندونه وکړي.
په دې لیدنه کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د تسلیت ځانګړی پیغام هم عبدالله عبدالله ته ولوستل شو.

