د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي مفتش (SIGAR) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن پروګرامونه د ستر فساد او ضایع کېدنې له امله له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
د راپور پر بنسټ، د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي ۱۴۴.۷ میلیارده ډالرو کې لویه برخه د ناکامو پروژو، فساد او اختلاس ښکار شوې او ۱،۳۲۷ قضیو کې شاوخوا ۲۹.۲ میلیارده ډالر ضایع شوي دي.
سیګار وایي هم افغان او هم امریکايي قراردادیانو په پراخو درغلیو کې لاس درلود.
راپور کې ویل شوي چې د افغان ځواکونو لپاره د برابر شوو پوځي تجهیزاتو له ډلې د ۷.۱ میلیارده ډالرو ارزښت وسلې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې.
راپور همدارنګه ښيي چې شل کلنې جګړې زرګونه مرګژوبلې لرلې او پایله یې «یوه بشپړه ناکامي» بلل شوې چې اغېزې یې تر نن ورځې محسوسېږي.

