د هند حکومت کابل ته د انفلونزا او مننجایتس ۶۳ زره او ۷۳۴ دوزه واکسینونه واستول.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، دا مرسته د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې او هند به د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې افغانستان دا مهال د ساري ناروغیو له زیات خطر سره مخ دی او روغتیايي بنسټونه له جدي ننګونو سره لاسوګرېوان دي.

